اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ډیجیټل پاکستان زمونږ وژن دے ، انفارمېشن ټیکنالوجي په څانګه كښې پرمختګ سره به د پاکستان مجموعي قومي پیداوار زيات شي،هېواد كښې د ټئي ټي ګریجویټس شميرې زياتولو ته اړتيا ده،نړۍ كښې ټیکنالوجي په تندۍ سره پرمختګ كوي،د پرمختګ مزل مخ په وړاندې بوتللو لپاره به د چين په ډول زر پريكړې كول وي،هېواد كښې د برېسټ كېنسر خبرتيا كښې د پي ټي يے كردار مهم دے۔ صدر مملکت د شورو په ورځ قومي براډ بینډ نیټ ورك فورم تهوينا كوله۔دستورې ته د پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتھارټي (پي ټي اے) چیئرمېن میجرجنرل (ر) عامر عظیم باجوہ، د انفارمېشن ټیکنالوجي وفاقی سیکټري ډاكټر محمد سهیل راجپوت او د ټیلی مواصلاتی کمپنیو مشرانو او نمائندګانو هم خطاب وكړو۔ ډاكټر عارف علوي په فورم کولو پي ټي اے او هواوے له مبارکي وركړه۔ده ووئيل د نړۍ په هر يو هېواد كښې د ټيكنالوجي په اړه پريكړو كونكو او وګړو ترمينځه جنریشن ګیپ وي، انفارمېشن ټیکنالوجي لپاره ضروري ده چې تندۍ سره پرمختګ وكړي۔ صدر مملکت ووئيل آئي ټي په څانګه كښې پرمختګ لپاره به حکومت خپله هر ممكن مرسته كوي، حکومت هڅه كوي چې په دې اړه آسانۍ وركړي۔ده ووئيل حکومت چې څه ډول درآمدات او برآمدات د معيشت بيلو څانګو كښې توازن پيدا كولو لپاره هڅې كوي ،دغسې به د آئي ټي په څانګه كښې پرمختګ لپاره هم كوي۔ صدر ووئيل د ډيټا استعمال ته اړتيا ده،نړۍ دومره ډيټا لري چې د هغې تجزيه كول مشكل دي۔ده ووئيل ټيكنالوجي كښې جدت راځي، براډ بینډ كښې هم پراختيا شوي، ټیکنالوجي پرمختګ لپاره د سباؤن ضرورت هم به هم ترنظر ساتل وي، پاکستان كښې راروانو ټاكنو كښې د الیکټرانك ووټنګ مشینونو استعمال غواړو دې لپاره په قام كښې خبرتيا پيدا كوو،تير وخت كښې پاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتھارټي د ګرے ٹیلیفونی مخنيوي هڅه كړې۔پي ټي سي ایل ډلې ایګزیکټیو حاتم بماتراف پشمول ځينې ټیلي مواصلاتی کمپنیو نمائندګانو هم دستورې ته وينا وكړه۔
ډیجیټل پاکستان زمونږ وژن دے، انفارمېشن ټیکنالوجي په څانګه كښې پرمختګ سره به د پاکستان مجموعي قومي پیداوار زيات شي،هېواد كښې د برېسټ كينسر خبرتيا كښې د پي ټي اے كردار مهم دے ۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي قومي براډ بینډ نیټ ورك فورم ته وينا
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن