اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او مرطوب وي، په هېواد كښې سېلې سره د باران امكان دے. د موسمياتو محكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او مرطوب و خو په كشمير، بالائي او مېنځني پنجاب، بالائي خېبر پښتونخوا او شمالي ختيځ بلوچستان كښې په ځينې سيمو سېلې سره باران شوے. تر ټولو زيات باران په مظفرآباد كښې 12 ملي ميټر ريكارډ كړے شوے. په هېواد كښې د اتوار په ورځ د تودوخې تر ټولو لوړه درجه په نوكنډي او دالبندين كښې 47 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې.
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ