اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د قابض اسرائيلي ځواكونو لخوا په مسجد اقصٰی د تشدد په بريدونو اندېښنه ښودلو سره وئيلي دي چې د اسرائيل اقدامات د بشري حقونو، د نړيوالو قوانينو او د انساني اقدارو په ضد دي، پاكستان د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د تشدد او غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كوي، د فلسطين حقونو لپاره د نړيوالې ټولنې فعاله كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د فلسطين صدر محمود عباس په نوم په خپل خط كښې كړې دي. صدر مملكت د رمضان په مهال د قابض اسرائيلي ځواكونو لخوا په مسجد اقصٰی په متشدد بريدونو اندېښنه وښودله. صدر مملكت په بريدونو كښې شهيدانو لپاره د افسوس څرګندونه وكړه. ده په خط كښې ليكلي دي چې د معصوم ماشومانو او فلسطينيانو په قتل كېدو ستاسو پاكستاني وروڼه ستاسو په غم كښې برابر شريك دي. پاكستان د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د تشدد او غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كوي. ده ووئيل چې د اسرائيل اقدامات د بشري حقونو، نړيوالو قوانينو او د انساني اقدارو په ضد دي، مونږ به د فلسطينيانو حقونو لپاره غږ پورته كوو. صدر مملكت ووئيل چې د فلسطين حقونو لپاره د نړيوالې ټولنې فعاله كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو، پاكستان به د فلسطين مسئلې منصفانه حل لپاره خپل غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي. ده ووئيل چې پاكستان د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د يو آزاد، پائيدار او په جفرافيائي توګه د متصل فلسطيني رياست ملاتړ كوي. پاكستان د كال 1967م نه وړاندې پولې او لقدس شريف د فلسطين د پايه تخت په توګه ملاتړ كوي. صدر مملكت په خط كښې د فلسطين صدر او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې.
پاكستان د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي تشدد او غېر قانوني اقداماتو سخته غندنه كوي. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د فلسطين صدر محمود عباس په نوم خط
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável