اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي د شهباز شريف او د هغه د اولاد د كرپشن قيصو نه پس دستاويزات هم رو په رو رامخې ته كېږي٬هغوي له به لوټ كړې پيسه بېرته وركول وي٬شهباز شريف د خپل كرپشن په اړه د بي بي سي سټوري٬وال سټريت سټوري٬ريمنډ بيكر كتاب او پاناما پيپرز كښې د شوو انكشافاتو كوم ځواب نه دے وركړے او نه يې د هرجانې كوم كيس كړے ٬عمران خان داسې انسان له لاس نشي وركولے۔په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ډاكټر شهباز ګل ووئيل د دې ټولو باوجود مونږ ته وئېلي كېږي چې عمران خان او شهباز شريف خبرې ولې نه كوي٬تاسو د احتساب معامله پرېږدۍ تاسو هغه سره خبرې وكړې خو مونږ له څوك هم د دې خبرې ځواب نه راكوي چې بي بي سي د هغه په كرپشن كومه سټوري ليكلې په دې هغه تر ننه كوم ځواب نه دے وركړے۔ده ووئيل كه چرې بي بي سي ناسمه سټوري وركړې وه نو هغه به په عدالت كښې كيس كړے ؤ ٬وال سټريټ كه چرې د هغه په كرپشن سټوري كړې نو په هغې ده نه د هرجانې كوم نوټس لېږلے او نه يې ځواب وركړے ۔ ده ووئېل ريمنډ بيكر په خپل كتاب كښې د هغه د كرپشن تفصيلات وركړي تر ننه هغه ريمنډ بيكر ته ځواب ورنه كړو۔به آئي سي آئي جے كښې په پانامه كښې چې څه منكشف شوي هغه د دې ځواب وركولو په ځاې كيلبري فونټ سره جعلي دستاويزات وركړل۔ده ووئيل زه به نن ځواب وركوم چې وزيراعظم عمران خان دا پريكړه ولې كړې وه چې هغه به د شهباز شريف پشان كرپټ انسان سره خبره نه كوي
د وزيراعظم عمران خان د شهباز شريف غوندې كرپټ انسان سره د خبرو نه كولو پريكړه سمه وه٬د هغوي د كرپشن قيصو نه پس دستاويزات هم راوړاندې كېږي٬هغوي له به لوټ كړې پيسه بېرته وركول وي۔ډاكټر شهباز ګل خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون