اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي ځينې خلق دا اعتراض لري چې وزيراعظم “دھمکي آمېز چيټۍ” دوي ته نه ده ښودلې نو وزيراعظم دا چيټۍ سپريم كورټ ته وړاندې كولو له چمتو دے، په دې چيټۍ كښې په سپنو ټكو ليكلي شوي دې چې كه د عدم اعتماد تحريك ناكامه كېږي او عمران خان وزيراعظم پاتې كېږي نو د دې به د خطر وړ نتيجې رامخې ته شي، د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت له امله بهرني عناصر په وېره كښې دي، د چيټۍ مركزي كردار نوازشريف دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم خپلې جلسې كښې د يوې مراسلے ذكر كړې ٶ چې پكښې وزيراعظم وئيلي چې د عدم اعتماد په تحريك كښې بهرني لاسونه شامل دي۔ اسد عمر ووئيل ځني خلق دا وائي چې دا چيټې ئۍ مونږ ته ولې نه ده ښودلې ، ځېنې راز د قامي نوعيت وي٬ وزيراعظم ما ته وئيلي دي چې كه څوك شك لري نو مونږ دا چيټۍ د سپريم کورټ چيف جسټس ته ښودلو له چمتو يو، په دوي ټول باور لري۔ ده ووئيل ما ته دا اجازه نشته چې زه په چيټۍ كښې ليك لفظونه شئېر كړم خو كليدي خبرې درته وائم٬ ھغه برخه چې د عدم اعتماد تحريك سره تړلے ده د ھغې اهم خبرې كومې دي۔ ده ووئيل د دې مراسلے نيټه د عدم اعتماد د تحريك وړاندې كولو نه د مخكښې ده، دا اهم په دې سبب ده چې په دې مراسله كښې نېغه په نېغه د عدم اعتماد د تحريك ذكر دے، د دنه نه هم زياته اهم خبره دا ده چې په كښې په سپينو ټكو ليكلے شوې دي چې كه د عدم اعتماد تحريك ناكامه كېږي او عمران خان وزيراعظم پاتې كېږي نو د دې به د خطر وړ نتيجې رامخې ته شي، د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت له امله بهرني عناصر په وېره كښې دي، د چيټۍ مركزي كردار نوازشريف دے، ظاهره ده چې پي ډي اېم د دې خبرې نه لاعلم دے ۔ ده ووئيل د مارچ د 27مې نېټې په جلسه كښې د لكهونو په شمېر كسان رارسېدلي، په “امر بالمعروف” جلسه كښې په نظر راغلل چې قام وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل په مراسلے ليك خبرې د پاكستان خارجه پاليسۍ سره تړلے دے، بهرني لاسونه او عدم اعتماد يو بل سره تړلے دي، د نوازشريف ملاقاتونه د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد د تحريك برخه دي٬ د پي ډي اېم سينئر قيادت د دې خبرې نه بے خبره نه دي٬ د مراسلے نېغ په نېغه تعلق اولس سره هم دے ۔ اسد عمر ووئيل وزيراعظم عمران خان اولس خبر ساتل ضروري ګڼي، د اپوزيشن ځينې خلق خپله هم پوهه نه دي چې د عدم اعتماد د تحريك په شا څوك دي، دا كسان د لاعلمۍ له امله د دې سازش برخه دي۔ ده ووئيل د اسمبلۍ ټول منتخب غړي محب وطن دي، د اپوزيشن لخوا نواز شريف ښكاره جاره د د بهرني قوتونو اله كار دې
په دھمکي آميز چيټۍ كښې مركزي كردار د نواز شريف دے ٬ دا چيټۍ د سپريم كورټ چيف جسټس ته ښودلو له چمتو يو۔ د وفاقي وزير اسد عمر د اطلاعاتو وزير سره په ګډه خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار