لاهور 26 مئي (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي چې د پاك پوځ په تنصیبات بريد او د شهيدانو یادګارونه مسخ كول د نه بخښلو دي، په 9 مئی د ریاست په ضد بغاوت شوې، نوره تباهی كيدې شوه خو لوے څښتن بچ كړؤ،د 9 مئي پېښي سازش مركزی كردار عمران خان ترسره كړې۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د جمعي په ورځ د جناح هاؤس دورې په موقع ??یډ??ا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د دفاع وزير ووئيل عمران خان په پاك پوځ او په قیادت د تنقید كومه هم موقع نه ده ضائع كړې، د 9 مئی په پېښه كښې اړې ګړې كونكې په ذهنی او نظریاتی توګه پاكستانیان نه ؤ،اړي ګړي كولو لپاره په باقاعده توګه تر 10 ورځي د پی ټی آ ئی شر خوښو له زمان پارك كښې تربيه وركړې شوې۔ ده ووئيل په 9 مئی قصداً د ادارو تكریم ته زيان رسولې شوې،د بانی پاكستان عكسونه ضائع كړې شوي، جناح هاؤس كښې د قائد اعظم پیانو ماته كړې شوې،دغ?? كسان پاكستانی نه ؤ، دغ?? كسانو د شهيدانو یادګارونه هم نه دي بخښلي۔د دفاع وزير ووئيل په 9 مئی ریډلائن كراس شوې داسې وړاندې چرته چا سوچ نه ؤ كړې،ادارو كښې اختلافات كېدې شي او د سیاستمدارو خپلو كښې نظریاتی اختلافات كېدې شي خو كوم هم سیاسی ګوند تر دې حد نه شي تللې چې د خپلو شهيدانو ??اد??ارونو بے حرمتی وكړي۔ده ووئيل كومو شهيدانو چې زمونږ د حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې،د پی ټی آئی شرخوښو د هغه شهيدانو یادګارونه مسخ كړي، په 9 مئی د ریاست په ضد بغاوت شوې۔ ده ووئيل فیصل آباد،لاهور،پېښور ، پينډۍ ،ګوجرانواله او چكدره كښې هر ځائې د پی ټی آئی شرخوښو تباهي كړې۔ ده ووئيل څوك چې هم 9 مئي پېښه كښې ككړ دي د هغوي په ضد به كیسز جوړولې شي او د آئین او قانون ترمخه به سزا وركولې شي
په پوځي تنصیباتو بريد او د شهيدانو یادګارونه مسخ كول د نه بخښلو دي، د 9 مئي پېښي سازش مركزی كردار عمران خان ترسره كړې ۔ د دفاع وزیر خواجه آصف میډیا سره خبرې
Shuangfu Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria