اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د پاک افغان خارجه وزيرانو د ترهه ګرۍ په ضد د مبارزې او د دوه اړخيزه همکارۍ په زياتولو او د دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په لړ کښې د سيمه ايز اقتصادي انضمام او رابطې ودې لپاره ?? تجارت په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو په اهميت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري په خارجه وزارت كښې د افغانستان د خارجه وزير عامر خان متقي كوربتوب وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دواړو لورو د سولې او امنیت سره ??ره ?? تجارت او رابطو په شمول د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بهرنیو چارو وزیرانو د دوامداره ??و عملي مصروفیتونو پر دوام ټینګار ??کړ??، او د سولې او امنیت په برخه کښې د دواړوهېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ت??هګرۍ سره ?? مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو زياتوالي په حاجت زور راوړو۔ د پاكستان خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د افغان پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستا وكړه۔ افغان خارجه وزير او افغانستان د صنعت او تجارت وزير سره ?? لوړې كچې پلاويو د روانې مياشتې تر 8 مې نېټې د پاكستان په دوره ??ي۔ د دوه اړخيزه ملاقاتونو نه علاوه افغان خارجه وزير تېره ورځ چين – پاكستان –افغانستان درې اړخيزه مذاكرا??و كښې ګډون هم وكړو۔ په مذاكرا??و كښې د چين خارجه وزير هم موجود وو۔ په دغه مهال درې واړو خارجه وزيرانو په سياسي مشغوليت ٬ د ترهګرۍ په ضد همكارۍ په شمول د درې اړخيزه فرېم ورك لاندې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او رابطه كارۍ په برخو كښې د همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو۔
د پاك افغان خارجه وزيرانو د ترهګرۍ په ضد مبارزه او همكاري زياتولو له دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور
Captain's treasure online entertainment website
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ