اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د حوثيانو ل??وا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزيو غندنه كولو سره سعودي عر??ستان سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي پاكستان د سعودي عر??ستان په ضد د روانو ترهګرو كارروائيو سخته غندنه كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د سعودي عر??ستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په يمن كښې سوله ايز حل لپاره د سعودي عر?? د هلو ځلو د بشپړ ملاتړ پخلے كوي۔ پاكستان په يمن كښې د شخړې په ټولو فريقو پرله پسې زور راوړي چې ھغوي د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو په رڼا كښې د شخړې ختمولو له په سوله ايز ا?? بامعني خبرو اترو كښې برخه واخلي۔ ویاند ووئیل د روان کال په پیل کښې د شوې جنګ بندۍ په نتيجه كښې لږ ډېر امن راغلے۔ بياهم دا خبره د افسوس وړ ده چې د حوثيانو ل??وا د جنګ بندۍ تجديد نه ??ے شوے كوم به چې په يمن كښې د عامو وګړو په ستونزو كښې د زياتوالي سبب وګرځي او د ممكنه ??ل پاتي امن ترلاسه كولو لپاره روانې هڅېبه له مينځه يوسي۔ وياند يو وارې بيا په خپل بيان كښې په حوثيانو زور راوړو چې هغوي عسکری هلې ځلې او د ترهګرۍ كارروائۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو په رڼا كښې د شخړې ختمولو له په سوله ايزو ا?? بامعني خبرو كښې برخه اخستو سره د ملګرو ملتونو په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ تجديد وكړي۔ بيان كښې وئيلې شوي پاكستان په دې خبره باور لري چې جنګ كوم مقصد نه لري او ټولې مسئلې د سوله ايزو خبرو د لارې حل كېدې شي۔ وياند ووئيل د دې لارې زر تر زره خپلولو سره د زرګونو په شمېر بې ګناه ځانونه ??ه بچ شي او د يمني اولس سباؤن به محفوظ شي۔
پاكستان د سعودي عربستان په ضد د روانو ترهګرۍ كارروائيو سخته غندنه كوي٬ د خارجه دفتر وياند
Official craps game
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena