برلن 07 اكتوبر (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان دا مهال د سيلاب په صورتحال كښې د مشكل حالاتو څخه تېرېږي٬د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سيلاب له امله ځپلې شوې٬سيلاب په پاكست??ن كښې د تاريخ لويه تباهي كړې٬د المان دوه ورځنۍ سركاري دورې په موقع د جمعې په ورځ د المان هم څنګ اينالينابيرباك سره شريك خبري كنفرنس ?? د وېنا كولو په مهال ده ووئيل په پاكست??ن كښې د سيلاب له امله 3 كروړه 30 لكه خلق نيغ په نيغه ځپلې شوي٬په ځپليو سيمو كښې د سيلابي اوبو له امله ګڼ شمې?? ناروغۍ خپرېږي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون له امله د دې لوي آفت سره مخ شوے٬د ماحولياتي بدلون په سبب جوړېدونكې ګرين هاؤس ګيسز كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ده ووئيل مونږ د دې ماحولياتي تباهۍ مخ نيوي لپاره نړيوالې مرستې ته ضرورت لرو ۔بلاول بهټو زرداري ووئيل په اروپائي ائتلاف كښې المان د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي پارټنر دے٬د پاكستان او المان ترمينځه ښې سفارتي اړيكې موجود دي۔ده ووئيل په تود هركلي د المان هم څنګ مننه كوم٬په الم??ن كښې د پاكست??ن كميونټۍ لويه شمېره مېشته ده٬د پاكستانو زده كوونكو لپاره المان يو ښه هېواد دے۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د المان هم څنګ سره په تجارت او سيمه ايزو مسئلو خبرې شوي۔ده ووئيل افغانستان ته هم د يوكرين غوندې د مرستې ضرورت دے۔په دې موقع د المان خارجه وزير اينالينا بيرباك د پاكستان سيلاب ځپليو لپاره د لا يو كروړ يورو وركولو اعل??ن كولو سره ووئېل په پاكست??ن كښې د سيلاب له امله چې كوم قدر تباهي شوې د دې اندازه لګول مشكله ده ۔ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو څخه پاكستان تر ټولو زيات ځپلے كېږي٬د سيلاب له امله په ځپليو سيمو كښې مليريا خپرېږي۔د المان خارجه وزير ووئيل پاكستان د المان مهم تجارتي شراكتدار دے٬د الم??ن كمپنۍ په پاكست??ن كښې د بنيادي ډهانچې په پروژو كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل المان پاكستان سره دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له خوښي لري۔
پاكستان دا مهال د سيلاب صورتحال كښې د مشكل حالاتو څخه تېرېږي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د المان خپل هم څنګ سره شريك پرېس كنفرنس
Crazy coin toss official website
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج