اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د پاکستان په بېلا بېلو څانګو كښې د امريكې سرمايه كاري راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي ، اقتصادي او مالياتي استحکام لپاره حكومت په اصلاحاتي اېجنډا او پاليسۍ روان دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم سره كړې ۔ پ?? دې موقع وفاقي وزير د امريكائي سفير تود هركلے وكړو او وئ وئيل د پاكستان او امريكې ترمېنځه د اوږدې مودې او په پراخه بنيادي اړيكې قائم دي۔وفاقي وزير سفير پاكستان كښې پ?? دې وروستيو كښې د بارانونو او سېلاب له امله د شوو زيانونو نه هم خبر كړو۔ پ?? دې موقع د امريکې سفير اسحاق ډار ته د خزانې وزير په منصب سنبهالولو مباورك وركړه او د سېلاب له امله په شوي مالي او ځ??ني زيان ئې د افسوس او همدردۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل امريكا به پ?? دې لړ كښې د پاكستان معاونت كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادون?? ترمېنځه ښې اړيكې قائم دې٬ ده د حكومت په پاليسو او پروګرامونو د باور څرګندونه وكړه۔ سفير د دوه اړخيزه اقتصادي٬ سرمايه كارۍ او د تجارتي اړيكو ودې لپاره د خپل بشپر معاونت باور وركړو۔ د خزانې وزير د امريكې سفير مننه وكړه او د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ لا ودې لپاره ئې د حكومت د خواهش پخلے وكړو
د پاکستان بېلا بېلو څانګو اه د امريكې سرمايه كاري راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وفاقي وزير اسحاق ډار
Baccarat 1 Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز