ممنوعه فنډنګ کېس كښې عمران خان غل، مني لانډرنګ كونكے امپورټډ او غېر ملکي اېجنټ ثابت شو٬ اوس به وړاندې كاروائي كېږي۔ د وزيرمملكت ډاکټر مصدق ملك پرېس كنفرنس
Emerald blackjack game card reputable website
APP29-020822
ISLAMABAD: August 02 - Minister of State for Petroleum Division, Dr. Musadik Malik is addressing a press conference at PID media center. APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د پټروليم وزيرمملکت ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي ممنوعه فنډنګ کېس كښې عمران خان غل، مني لانډرنګ كونكے امپورټډ او غېر ملکي اېجنټ ثابت شوے٬ په ا??ېكشن كمېشن كښې ئې غلط بيان خلفي جمع كړے٬ 450 كناله زمكې لپاره ملك رياض ته د بې وسه ا??لس 150 مېليونه ډالره د ډالۍ په توګه وركړے شوے٬ د دوه مېليون فاٶنډز لپاره بجلي ګهر لګولو كښې د كے الېكټرك 250 اربه روپو سرمايه كاري ئې منسوخ كړې ??و د 300 اربه روپو اضافي برېښنا كے الېكټرك ته حواله كړې شوې ٬ د قانون له مخئ د كومې غېر ملكي كمپنۍ يا وګړو څخه په فنډز اخستو سياسي ګوند به تحليل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ مصدق ملك ووئيل عمران خان د جېب كاغذ ښودولو په وخت وئيلي وٶ نور ټول سياسي ګوندونه ا??جنټان دي٬نن معلومه شوې چې غېر ملكي فنډنګ اخستونكے اېجنټ دے يا سياسي ګوندونه٬ عمران خان به روميتاشيټي، چرن جيت سنګھ او نورو غېر ملكيانو څخه ګوند لپاره فنډز اخستو٬ 350 غېر ملكي كمپنو څخه پېسې اخستونكے خپله ا??پورټډ دے مونږ نه۔ ده ووئيل د ابراج کمپنۍ عارف نقوي چې كوم مني لانډرنګ كړے ھغه ته خو د 290 كالو سزا اورولې شوې٬ مني لانډړنګ لپاره باقاعده كركټ كلب جوړ كړے شوے او په دوه مېليونه پاٶنډز دا سودا شوې۔ ده ووئيل عمران خان چا چې به خپل ځان صادق او امين بللو ??و د ګوند په كاغذونو ئې پرله پسې بيان خلفي وركولو هغه 16 نړيوالې كهاتې پټې ساتلې آيا ھغه ا??س هم د دې باوجود صادق او امين دے؟ بلخوا يو پخواني وزيراعظم ته د خپل زوي كمپنۍ څ??ه د ډائرېكټر په توګه د پېسو نه اخستو په بابت سزا وركړې شوې٬ ده ووئېل د الېکشن کمېشن پرېكړه راغلې اوس به د قانون او آئين له مخې وړاندې كاروائي كېږي