اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د جمهوري ادارو قوي كولو ٬ ضروري اصلاحات راوړلو او په پاكستان ??ښې جمهوريت مستحكم كولو له په اجتماعي توګه د كار كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده جمهوريت د يوې منصفانه او ټولشموله ټولنې بنياد ګرځولو سره ووئيل قام ته د پېښو مسئلو يوازينې حل يو مضبوط او متحرك جمهوري عمل سره تړلے دے۔ د روان كال په مهال د جمهوريت ورځې نړيوال عنوان”د مصنوعي ذهانت په مرسته غوره حكمرانۍ ته وده” دے۔ په خپل پېغام ??ښې صدر مملكت د مصنوعي ذهانت اهميت په ډاګه ك??لو سره ووئيل مصنوعي ذهانت د سپېځلتيا ٬ احتساب او د انتظام عامه كاركردګي ښه ك??لو ??ښې مرستياله ثابتېدې شي۔ دغسې په ډېټا اډانه لرونكي معلومات وړ??ند?? كولو سره د ووټرز جمهوري عمل ته لاس رسي لاښه ك??ي۔ صدر مملكت د پارليمنټ كردار د جمهوريت تح??ظ ٬ د اولسي مسئلو حل او د بشپړه پالېسيو په تشكيل ??ښې زيات مهم وګرځولو۔ ده ووئيل زمونږ سباؤن د جمهوري ادارو قوي كولو او ددې خبرې باوري كولو له اجتماعي هڅو سره تړلے دے چې جمهوريت دے راتلونكو نسلونو لپاره لا وده وكړي۔ صدر ووئيل د بنيادي حقونو تح??ظ او د ټولو وګړو سياسي ٬ معاشي او ??ما??ي شموليت د جمهوريت اساس دے۔ ۔صدر مملکت د شهید ذوالفقار علی بھټو او شهیدې بېنظير بھټو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړ??ند?? كولو سره ووئيل هغوي په پاكستان ??ښې د جمهوريت په بحالۍ او استحكام ??ښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ د هغوي ميراث د جمهوري اقدارو بقا له هڅې يوه پرله پسې يادګيرنه ده۔ صدر مملكت ووئيل د جمهوريت دلارې د پاكستان ??ما??ي او اقتصادي انصاف ٬ د قانون حكمراني او د رايې څرګندولو آزادي باوري كېدې شي۔
جمهوري ادارې مضبوطولو ٬ ضروري اصلاحات راوړلو ته اړتيا ده: صدر مملكت آصف علي زرداري
Lucky Rabbit Credible Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará