اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاالله تارړ وئيلي دي سباؤن كښې به موسمياتي بدلون لوئي چيلنج وي،مونږ له به خپل نسلونه محفوظولو لپاره زياتې اونې نالو?? وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ د کي??يټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) تر سيورې لاندې مارګله هلز كښې د بوټو ن??لولو كمپائن په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد شمير په ښكلو ښارونو كښې كېږي،مونږ په دې وياړ لرو چې اسلام آباد زمونږ دارالخلافه ده ،د نړۍ زياتره هېوادونه د نورو هېوادونو څخه بوتې او واخه درآمد کوي او په خپلو هېوادونو كښې ئې كري،د لوئي څښتن شكر كوو چې مونږ له ئې يوه ښكلې دارالخلافه راكړې۔ده ووئيل مارګله نېشنل پارك د اسلام آباد پېژندګلو ده ٬ په دې مونږ فخر كوو۔ده ووئيل اونې د ژوند علامت دے، كه ??ونې وي نو مونږ به يو، مونږ ډير خوش نصيبه يو چې زمونږ زيات وخت اسلام آباد كښې تيريږي، اسلام آباد كښې د سيلۍ معيار د پاتې ښارونو څخه ښه دے۔ دلته په زياتو اونو بوټو كرلو به ماجول لا ښه شي۔ده ووئيل ”سيلفي ود اے ټري“ په نامه د اونو ن??لولوكپائن پيل كېږي۔ د اسلام آباد وګړو ته خواست كوو چې زيات بوټي نال كړي۔د اطلاعات وفاقي وزير وړاندېز وركړو چې وفاقي پايه تخت كښې ګرين روف ټاپ پراجيکټ پيل كړې شي،د نړۍ ځينې هېوادونه ګرين روف ټاپ پلو روان دي، اسلام آباد كښې د روف ټاپ زيات ځايونه شته چرته چې بوتې برې ناليدې شي۔ده ووئيل ګرين روف ټاپ سره به ټول اسلام آباد شين ښكاري۔ وفاقي وزير مارګله نېشنل پارك كښې د اور لګيدو پېښو ذكر كولو سره ووئيل دې سره لوئي زيان شوے خو سي ډي اے، د موسمي بدلون وزارت ، فائر بريګيډ،د ځنګلو محکمې ډلو ته پيرزو??نې وړاندې كوم چې هغوې د خپل ځان پرواه كولو نه غير د شپې شبې د اور وژلو هڅې وكړې،كه چرته د تخريب کارۍ عنصر موجود ؤ نو په ضد ئې کارروائي هم شوې۔ده ووئيل سباؤن كښې به موسمياتي بدلون يو لوئي چيلنج وي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د کاربن اخراج كښې يواځې دوه فيصده برخه لري خو د هغې 90 فيصده زيان مونږ زغمو۔ دلته سېلابونه راځي، كه ?? هوا معيار خراب وي نو دا زمونږ قصور نه دے،د نړۍ زياتره هېوادونو كښې د کاربن اخراج زيات دے چې له امله ئې ماحول ته زيان رسي، د دغه هېوادونو زياته ذمه واري ده چې حکومت پاکستان سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون د ټول انسانيت مسئله ده، انسانيت او د نوو ن??لونو په خاطر مونږ له به د اونو بوټو ن??لولو كمپائن كښې په زړه پورې برخه اخست?? وي۔ وفاقي وزير ووئيل سکولونو او د کالجونو پشمول په نورو ځايونو كښې به د اونو ن??لولو ډاډګيرنه كو?? وي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د مارګله نېشنل پارك حفاظت کول زمونږ ذمه واري ده،د اسلام آباد وګړي دې په دې لړ كښې خپل کردار ترسره كړي۔ وفاقي وزير ووئيل’’ ټريك يوئر ټري‘‘ (Track your tree ) په نامه سره به زر ايپلي کيشن لانچ شي،د دې ويب سائيټ وړاندې څخه موجود دے،د دې ايپلي کيشن د لارې وګړي د خپل لګولې شوې بوتې خصمانه او لؤيدل ليدلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ بقا د اونو سره ده، مونږ له به بوټو ن??لولو لپاره خپل کردار ترسره كو?? وي۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او حکومت د اسلام آباد ماحول پاك ساتلو او دلته زياتو بوټو لګولو له لوظي دے۔ده ووئيل د هر يو وګړي دا هم ذمه واري ده چې د بوټو ن??لولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ده د پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشن ته ووئيل د ټي وي چينلز په ټاك شوز كښې د خصوصي پروګرامونو اهتمام وكړئ دغسې چې اولس كښې د اونو ن??لولو په اړه خبرتيا راپيدا شي۔ ده ووئيل ميډيا د ټولنې ذهن سازي کوي او د ټولنې مسئلې رامخې ته كوي،ټول ټي وي چينلز دې په خپلو دفترو كښې ټري پلانټيشن كمپائن پيل كړي كه هغوې ځاے نه لري نو ورله دې ځائے بېل كړې شي، دغسې ټول ټي وي چينلز دې راشي او د د اونو بوټو په نالولو كښې دې برخه واخلي۔ده ووئيل كه ??ا كار تندۍ سره ونه كرے شو نو الله مه كړه يو وخت به راشي مونږ به ساه اخستلو له آکسيجن سلنډرز اخلو۔ ده ووئيل د کووډ۔19 په مهال ټوله نړۍ كښې لاك ډاؤن لګولے شوے ؤ، زياتره هېوادونه ځپلې شوي، زمونږ ذمه واري ده چې خپلي اوبه او هوا پاكه ??وساتو، زياتې اوني نال كړو او د خپلو نوو ن??لونو سباؤن محفوظ كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د کابينې ټولو غړو له تجويز وركوو چې هر وزارت كښې د اونو ن??لولو شيډول جوړ كړي چرته چې وګړو ته د اونو ن??لولو ترغيب وركړے شي۔
سباؤن كښې به موسمياتي بدلون لوئي چيلنج وي،مونږ له به خپل نسلونه محفوظولو لپاره زياتې اونې نالول وي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاءالله تارړ د سي ډي اے تر سيورې لاندې مارګله هلز كښې د بوټو نالولو كمپائن په اړه دستورې ته وينا
Green Pepper Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم