اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د رمضان ریلیف پېکېج حجم 7 نيم اربه څخه زياتولو سره تر 12 اربه روپو رسولو هدايت كړے دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم د رمضان ریلیف پېکېج حجم زياتولو سره سره د دې د كار دائرې لا پراخا كولو هدايت هم كړے دے۔ یوټېلېټی سټورز او بے نظیر انکم سپورټ پروګرام سره سره موبائل یونټس به هم په ټيټه بيعه د خوراك او څښاك څيزونو رسول برابروي۔ وزیر اعظم هدایت كړې چې زياتو نه زيات بې وزله او مستحق وګړو ته دې رمضان ريليف پېكېج ورسول?? شي۔ په ابتدائي توګه 1200 موبائل پوائنټس او 300 مستقل پېکېج ریلیف مرکزونه جوړول?? شي۔ د ډیجیټل ټېکنالوجۍ په مرسته چلېدونكې ډېش بورډ تيارول?? شي دغسې چې د موبائل اوړو خرڅولو نګراني وكړ?? شي۔ موبائل او لائیو فوټېج سره به د اوړو د وېش پرله پسې نګراني كول?? شي۔ وزيراعظم د روانې مي??شت?? په 7 مه نېټه د 7 نيم اربه روپو سبسډي سره د رمضان ريليف پېكېج اعلان كړې وو۔ 3 کروړه 96 لکه كورنيو ته به د روژې ??با??كې مي??شت?? په مهال د خوراك څښاك څيزونه په ټيټه بيعه وركول?? شي۔ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د اوړو ٬ وريژو ٬ دال٬ غوړو ٬ چيني ٬ شربت او د پيو بيعه به د ماركيټ په مقابله كښې ټيټه ساتل?? شي۔ د رمضان ریلیف پېکېج لاندې به مستحق وګړو ته د بازار په مقابله كښې په 30 فيصده كمه بيعه د خوراك څښاك څيزونه وركول?? شي۔ په اوړو به د كلو په سر 77 او په غوړو به د كلو په سر 100 روپۍ سبسډي وركول?? شي۔
د وزیراعظم د رمضان ریلیف پیکیج حجم 7 نيم اربه څخه زياتولو سره تر 12 اربه روپو رسولو هدايت
Candy Burst official entertainment website
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo