اسلام آباد 20 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مونږ په ترجيحي بنيادونو په پاكستان كښې د چينائي تجارت ملاتړ كوو، په خاص اقتصادي ځايونو كښې په سرمايه كارې اضافې لپاره د چين په دلچسپۍ مننه كوو. ده دا خبرې د چينائي تجارانو پلاوي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د پلاوي مشري د چينائي كمپنې چېلنج فېشن پرائيوېټ لمېټډ استازې مېرمن چن يان وكړه. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان او چين نه يوازې اوس يا په تېر وخت كښې يو بل سره تړلي وو بلكې دا به زمونږ د سباٶن نسلونو د لارې هم متحد وي. ده ووئيل چې مونږ د دواړو هېوادونو د اولس خدمات ستايو. وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې په پاكستان كښې د صنعتونو لګونكو ټولو چينائي سرمايه كارو ستونزې دې حل كړي. د ملاقات په مهال د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد، د وزيراعظم وياند ډاكټر شهباز ګل ، خاص مرستيال اېم خالد منصور، د چين سفير نونګ رونګ او د مېرمن چن يان پشمول نور اړوند اعلٰی چارواكي هم موجود وو.
وزيراعظم عمران خان سره د چينائي تجارانو پلاوي ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر