ارومچي 20 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چين سره اړيكې د پاكستان د خار??ه پاليسۍ بنياد او د سيمه ايز امن او پرمختګ ضامن دي ، س??کي??نګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ نه تر كلتوري او اولسي اړيكو له د مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې روابط قوي كولو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ارومچي كښې د کميونسټ پارټي آف چائنه د پولټ بېورو مركزي غړي او د س??کي??نګ ايغور د خپلواكه سيمې د پارټۍ سېكتر ما زنګروئي سره ملاقات كړے ۔ په دې موقع چين سره د دوستۍ پحقله د پاكستان د عزم پخلي كولو سره وزيراعظم ووئيل چين سره اړيكې د پاكستان د خار??ه پاليسۍ بنياد او د سيمه ايز امن او پرمختګ ضامن دي ٬ په بيجنګ كښې صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کي??نګ سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو كښې ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره د چين قيادت د مظبوط او ذاتي عزم ستائنه وكړه٬ پاکستان لپاره د س??کي??نګ د اهميت پخلي كولو سره وزيراعظم انوارالحق کاکړ ووئيل دا منطقه پاكستان سره د جغرافيائي، تاريخي او كلتوري تړون له امله خاص اهميت لري۔ ده د س??کي??نګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ نه تر كلتوري او د اولسونو سره اړيكو له د مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې روابط قوي كولو په اهميت زور رواړو۔ د س??کي??نګ په دوره كولو د وزيراعظم مننه كولو سره د پارټۍ سېكتر ما زنګروئي ووئيل يو شمېر څانګو كښې پاكستان او س??کي??نګ د اړيكو پراخه كولو بلها صلاحيت لري۔ ده د س??کي??نګ لخوا په پاکستان كښې د کاروبار او تجارت موقعې لټولو او د خنجراب سوست بارډر ??راسنګ د لارې تجارتي او د اولس ترمېنځه اړيكې اسانولو لپاره خوښي څرګن??ه كړه۔ دواړو ډلو س??کي??نګ او د پاکستان د ګاٶنډي سيمو ترمېنځه د مرستې بشپړ صلاحيت كارولو سره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔
چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنياد او د سيمه ايز امن او پرمختګ ضامن دي ۔ وزيراعظم انوارالحق كاكړ
Bit Gold Rush Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل