اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د پارليمان په شريكه غونډه كښې د بېلو سياسي ګوندونو غړو د اعتراض په ن??ته د خيالاتو څرګندونه كولو سره مسئلې رامخې ته كړي۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د اعتراض په ن??ته د قامي اسمبلۍ غړي قادر مندوخيل وو??يل چې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په پېښو د دې ايوان څخه قرارداد راتلل پكار دي٬د مسلمان په حېث مونږ د اقليتي وروڼو د مقدس كتابونو احترام كوو خو لويديز كښې هره ورځ د اسلامي شعائرو بې حرمتي كېږي٬ د سويډن په څير هېوادونو سفيران دې خارجه دفتر ته راوبللې شي او دوئي ته دې سخت احتجاج وكړے شي٬ دوئي بايد هېواد څخه وشړلې شي ٬ د ډول هېوادونو سره د سفارتي اړيكو هڅې ګټه نشته۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وو??يل چې د سويډن په پېښه په شريكه غونډه كښې قرارداد وړاندې كړی شوې و٬ټول ايوان د دې غندنه كړی وه۔ د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالااكبر چترالي وو??يل چې د پاكستان په آئين كښې د ټولو مذهبونو وګړي برابر دي ٬په سندھ كښې د ډاكوانو هندو كميونټي له دړكې وركول آئين پاكستان ته د دړكو وركولو برابر دي ٬ده وو??يل د دغې ډاكوانو په ضد عمليات نه كېږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وو??يل مونږ ټول د آئين او اقليتونو سره يو او د هغوي د حقونو تحفظ به كوو۔د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر وو??يل زمونږ سيمې اوس هم پسمانده دي٬ د انګريز د نظام مون?? غندنه كوو او اسلامي نظام هم نافذولو ته ن?? پرېښودلې كېږي۔ده وو??يل په تېر وخت كښې فيوډل نظام كښې ډاكوان نه شو راتللې بايد د فيوډل نظام ښه روايات په ځاې وساتلې شي۔ سېنېټر هدايت الله وو??يل خېبرضلع كښې د ترهه ګرۍ په يوه پېښه كښې يو اے اېس آئي شهيد شوې او جومات هم شهيد شوې٬په دې ورستيو كښې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ نوې بهير رامخې ته شوې ٬مونږ يو خطرناك صورتحال پلو روان يو۔اے اېن پي د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړي۔
د پارليمان په شريكه غونډه كښې د بېلو سياسي ګوندونو غړو د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه
Golden Pig Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena