وفاقي تعليمي بورډ د نهم او لسم كلنې نتيجې اعلان كړې٬ ردا فاطمه 1089 نمبرو سره وړومبې٬ مريم غفار٬ ورده فاروق او آمنه عامر 1088 سره دوېم او فاطمه انصاري 1087 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړو
Fortune Fish, Shrimp and Crab Online Entertainment Entrance
APP22-180723
ISLAMABAD: July 18 - Federal Minister for Education and Professional Training Rana Tanveer Hussain group photo with position holders during the Result Declaration ceremony SSC Part I&II 1st Annual Exam 2023 at FBISE. APP/SMR/MAF/ZID
اسل??م آباد۔18جولائي (اے پي پي) وفاقي تعليمي بورډ د نهم او لسم كلنې نتيجې اعلان كړې چې له مخې ېې په لسم كښې د كامياب شويو زده كوٶنكو تناسب 89.61 او په نهم كښې 65.28 فيصده دې٬ په سږني كال كښې زده كوٶنكو انجونو په زده كوٶنكو هلكانو بريا ترلاسه كولو سره ټاپ پوزيشن ترلاسه كړې دې۔ د مېټرك د اعلان كړې شوې نتيجو له مخې په مېټرك سائنس ګروپ كښې د ګلوبل كالج آف سائنس رېنج روډ ردا فاطمه 1089 نمبرو سره وړومبې٬ د اسل??م آباد ماډل كالج فار ګرلز جي ټين ټو مريم غفار٬ د اے پي اېس لاهور ورده فاروق او د اے پي اېس لاهور آمنه عامر 1088 نمبرو سره دوېم او د اے پي اېس ګجرانواله فاطمه انصاري 1087 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړې دې۔ دغسې په آرټس ګروپ كښې د لاهور ډي اېچ اے سينئر سکول م??ائيکه عامر 1037 نمبرو سره وړومبې، د بحريه ټاٶن ډاکټر اے کيو خان سکول ردا فاطمه وحيد او د اے پي اېس لاهور کېنټ زېنب خالد 1032 نمبرو سره دوېم او د اے پي اېس لاهور كېنټ تحسيم ايمان 1031 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړې دې۔ د نتيجو اعلان په مهال د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل زه ډېر خوشحاله شوم چې د وفاقي وزير په حېث مې خپلې ډلې ته كومې ذمه وارۍ وركړې وې د ھغې په زړه پورې نتيجې رامخې ته شوې دي۔ ده ووئيل دا زمونږ كاميابي ده چې نن په نړۍ كښې د پاكستان ذهين زده كوٶنكي ِخپل م??ام لري۔ زده كوٶنكو د دوي مور پلاو او استاذانو ته په كاميابۍ مباركي وركړه