نتھیاګلی۔8جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او سوئټزرل??نډ ترمينځه د مفاهمت يادښت لاسليك كدېو سره به قدر??ي آفتونو څخه تحفظ له همكارۍ ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د خالي په ورځ دلته د قدر??ي آفتونو مخنيوي په اړه د پاکستان او سوئزرل??نډ ترمېنځه د مفاهمتي يادښت د لاسليك دستوره كښې د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان او سوئټزرل??نډ ترمېنځه د مفاهمتي يادښت لاسليك كول يو لوي ګام دے چې له مخې به يې دواړه هېوادونه د يو بل سره مرسته وكړي او په سباؤن كښې به د طبیعي پیښو مخنيوي لپاره د یو بل له ټیکنالوژۍ او تجربو څخه ګټه پورته كړې شي۔ وزيراعظم زياته كړه چې هغه پاكستان ته د قدر??ي آفتونو نه بچ كولو لپاره د اطلاعاتو د وركولو جديد نظام پشمول د نورو اسانتياوو د براب??ول?? لپاره همكارۍ ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال موسمي بدلون له وجې ډېر ځپلے شوے دے په داسې حال كښې چې د كاربن په اخراج كښې زمونږ د هېواد برخه ډېره كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان بلها ښكلې قدرتي مناظر لري۔ منطقه كښې د امن وضعې په اړه د سوئس خارجه وزير ??ه تاثراتو وزيراعظم ووئيل چې مطقه كښې امن په ځايې كېدل زيات ضروري دي او سوئزرل??نډ په سيمه كښې د امن وضعه ښه كولو كښی مهم كردار ترسره كولې شي۔ وزيراعظم په خپل دې عزم يو ځل بيا ټينګار وكړو چې د كشمير پشمول د نورو شخړو خاتمه په سيمه كښې د تلپاتې امن او نظم د ټينګښت لپاره ضروري ده۔ د سوئزرل??نډ خارجه وزير ايګنازيو كاسس ووئيل د آفتونو مخنيوي سره اړوند د پاكستان او سوئزرل??نډ ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو په مفاهمت د يادښت لاس ليك كولو په پاكستان كښې ماته به خپله موجودګۍ وياړ دے۔ ده وويل دواړه هېوادونه به د موسمياتي بدلونونو حوالې سره همكارۍ ته وده وركوي۔ پاکستان یو پخوانے کلتوري تاریخ لري او په ټوله نړۍ کې د خپلو ښایسته منظرو لپاره پیژندل کیږي۔ د سوئس خارجه وزير زياته کړه چې له بده مرغه پاکستان د قدر??ي آفتونو له امله سخت ځپلے كېږي چې ورسره نه يوازې بشري آبادۍ بلكې كركيلې او بنيادي اډانې ته هم زيات زيان رسي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو حوالې سره د همكارۍ مفاهمت يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل نړۍ له به پاكستان ته د پېښو خطرو كمولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل پاکستان په كال 2010 او 2022 كښې د سیلابونو له امله سخت ځپل شوی وو. د سویس د بهرنیو چارو وزیر وویل چې زما هیواد به د خپلو تجربو او وسائلو د لارې د پاكستان د زیانونو په کمولو کښې مرسته وکړي۔ ده وويل چې په پاکستان کښې د سيلابونو له امله د ځاني او مالي زيان کچه ډېره ده۔ ده وویل چې مونږ د ملګرتیا نوي دور ته داخلیږو۔ ده وويل دا یو نړیوال مسؤلیت دی چې يو موټې كېدو سره د زیانونو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي۔له دې وړاندې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د سوئس خارجه وزير په موجودګۍ كښې د قدر??ي آفتونو مخنيوي په لړ كښې د پاكستان او سوئټزرل??نډ ترمېنځه د مرستې يو يادښت لاس ليك شو۔ دستوره كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د ماحولياتو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمن او د سوئس سفارت او پاكستاني اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
د پاكستان او سوئټزرلينډ ترمينځه د مفاهمت يادښت لاسليك كيدو سره به قدرتي آفتونو څخه تحفظ له همكارۍ ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Royal Lion Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش