اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف سره د شورو په ورځ ټېلي فوني تماس نيولې۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه د بجټ غونډې په مهال په ايوان كښې په سازګار ماحول ساتلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې تېره ورځ په ايوان كښې رامخې ته كېدونكې ناوړه پېښې د افسوس وړ دي٬ په ايوان كښې خوشګوار ماحول ساتل د حكومت او مخالفې دلې مشتركه ذمه واري ده۔ ده ووئيل ټول پارلماني مشران دې د بجټ په غونډه كښې د ايوان ماحول خوشګوار ساتلو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل تېره ورځ په عونډه كښې په هنګامه او غېر پارلماني ژبه كاروونكو غړو د اسمبلۍ حدودو ته په داخلېدو بنديز لګولے شوے دے۔ په دې موقع شهباز شريف د سپيكر موقف سره اتفاق وكړو او سپيكر ته ئې په ايوان كښې د سولييز ماحول ساتلو كښې د مرستې باور وركړو
د قامي اسمبلۍ سپيکر شهباز شريف سره ټېلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena