اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه ګوني ټېكس لوظنامې (ډي ټي اے) په اړه د خبرو اترو دويم پړاو بشپړ شو۔ د افغانستان د ريونيو ډيپارټمنټ (اے آر ډي) او فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر)د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي وكړه۔ د پرانستې غونډې مشري د اېف بي آر ډي جي (انټرنېشنل ټېكسز) قيصر اقبال وكړه كوم چې مندوبينو ته هركلې ووې او هيله يې څرګنده كړه چې تجويز شوې دوه ګوني ټېكس لوظنامه به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو په وده او اقتصادي پرمختګ كښې مهم رول ولوبوي۔ مذاكرات په زړه پورې چاپېرچل كښې وشول۔ دواړو پلاويو اسلام آباد كښې د 28نه تر 30 مارچ كال 2016 د شويو مذلاكراتو د اولني پړاؤ د حل وړ په ټولو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو فريقېنو د يو بل د دريځ ستائنه وكړه۔ د افغان پلاوي مشري عصمت اللہ سلیمی، ریونیو آډټ ډائرېکټر اے آر ډی او د پاكستاني پلاوي مشري د اېف بی آر کے ډائرېکټر جنرل (انټرنېشنل ټېکسز) قیصر اقبال كوله