اسلام آباد 04 جنوری(اے پی پی)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي چې په اېن اے آر سي كښې نامياتي څانګه د نامياتي كركيلې ودې لپاره كار كوي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د سېنېټر سيمي ايزدي د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په اېن اے آر سي د كركيلې نامياتي څانګه جوړه كړې شوې۔په اېن اے آر سي كښې د بېلو څانګو او سبزيانو وغېره پیداوار لپاره تحقيق او شراكتدارو ته تربيه وركولې شي۔ دا څانګه د غېر نامياتي كركيلې منفي اثرات او نامياتي كركيلې ګټو په اړه په اولس كښې خبرتيا پېدا كوي۔ په نامياتي ايكټ كار روان دے كوم څخه به چې په هېواد كښې نامياتي كركيلې ودې ته مرسته ترلاسه شي۔
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس