سلام آباد 11 اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او ترکيې ترمينځه د دفاعي څانګي پشمول ګڼو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركول غواړي ،د اسلام دښمنۍ په لوي چيلنج قابو موندلو لپاره اسلامي نړۍ له يووالي ته اړتيا ده،پاکستان په افغانستان كښې د امن او استحکام ودي لپاره مخلصانه کردار ترسره كوي،پاکستان د قبرص په معامله به د ترکيې مرسته روانه ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې دفاع وزير جنرل (ر) خلوصي آقار سره د ملاقات په مهال وكړه۔صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان او ترکيه خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري،د دواړه هېوادونو ترمينځه د دفاعي څانګي پشمول ګڼو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركول غواړي ۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه په نړيوالو چارو يو ډول خيالات لري،پاکستان او د ترکيې ترمينځه په هر نړيوال فورمز بشپړه مرسته كېږي ۔ صدر ووئيل اسلامي نړۍ د بېلا بيلو مسئلو او حالات سره مخ ده، د اسلام دښمنۍ غوندې په لوي چيلنج قابو موندلو له اسلامي نړۍ له يو والي ته اړتيا ده، پاکستان افغانستان كښې د جنګ له امله ځپلے شوے،ده ووئيل افغانستان كښې د امن زياته ګټه به پاكستان ته ورسي۔پاکستان افغانستان كښې د امن او استحکام ودي لپاره مخلصانه کردار ترسره كوي۔پاکستان به د قبرص په معامله د تركيې مرسته روانه ساتي،صدر د کشمير او اېف اے ټي اېف په اړه د پاکستان په مرسته كولو د تركيې مننه وكړه۔ دغسې د ترکيې د دفاع وزير د ترکيې صدر ، رجب طيب اردوان د اړخه صدر عارف علوي له د ترکيې دوري كولو بلنه وركړه۔ د ترکيې دفاع وزير خلوصي آ قار ووئيل دواړو هېوادونو له شريكې ګټې له شريكو هڅو كولو ته اړتيا ده، ترکيه به د كشمير په شخړه د پاکستان ملاتړ روان ساتي۔
د پاکستان او ترکيې ترمينځه د دفاعي څانګي پشمول ګڼو څانګو كښو اړيكو ته پراختيا وركول غواړي
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil