پېنډۍ 18 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بېلجيم سركاري دورې په مهال د بېلجيئم د دفاع وزير لوډيوائن ډيډونډر ، چيف آف ډيفنس ايډمرل مائيکل هوفمين او د لېنډ کمپوننټ چيف آف سټاف مېجر جنرال پيئر جيرارډ سره ملاقاتونه كړي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو، د سيمه ايزې سلامتيا په مجموعي صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پوځ سرلښكر جنرال باجوه ووئيل پاکستان بيلجيئم سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ دواړه ډلې دوه اړخيزه عسكري په خاص توګه دفاعي پېداوار، تربيې، د ترهګرۍ مخنيوي او انټيلي جنس په څانګو كښې اړيكې لا ښه كولو ته سلا شوې۔ د بيلجيئم ګرانو مشرانو د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې اعتراف وكړو۔ دوې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په زړه پورې هڅې هم وستائيلې او په ټولو څانګو كښې ئې دوه اړخيزه مرستې زياتولو له د بشپړه خواهش پخلې وكړو
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بېلجيم د دفاع وزير ، چيف آف ډيفنس او د لېنډ کمپوننټ چيف آف سټاف سره ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب